هېواد کې پانګه‌والو ته د پنځو کلونو مالیاتي معافیت ورکړل شو او د پانګونې لپاره ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، هغه ټول کورني او بهرني پانګه‌وال چې په افغانستان کې پانګونه کوي، د پنځو کلونو لپاره له مالیې ورکولو معاف دي.
نوموړي په کابل کې د ودانیزو چارو او رغونې درېیم نړیوال نندارتون د پرانېستې پر مهال وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د پانګونې لپاره په ټول هېواد کې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او بهرنیو پانګه‌والو ته به د اقامت اسانتیاوې هم برابرې شي.
عزیزي زیاته کړه، افغانستان له منځنۍ اسیا هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې او له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو غوښتونکی دی.
د نوموړي په وینا، صنعتي نندارتونونه د کورنیو تولیداتو په پېژندنه کې مهم رول لري او دا مهال د اقتصادي او صنعتي ودې لپاره ۲۳۲ بېلابېلې پروژې په پلان کې دي، چې موخه یې د هېواد اقتصاد له وارداتي حالت څخه صادراتي لور ته بدلول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button