امريکايي رسنۍ: د ايران پر ضد د څو اوونيو پوځي عملياتو احتمال ارزول کېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د متحده ايالات پوځ د داسې سناريو لپاره چمتووالی نيسي چې ښايي د ايران پر ضد د څو اوونيو پرله‌پسې پوځي عمليات پيل شي، که چېرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پوځي اقدام ته اجازه ورکړي.

د امريکايي چارواکو په وينا، اوسنی پوځي پلان د پخوانيو سناريوګانو پرتله ډېر پېچلی دی او ښايي بريدونه يوازې اټومي تاسيساتو پورې محدود نه وي، بلکې حکومتي او امنيتي اهداف هم په نښه کړي. راپورونه ښيي چې د عملياتو بڼه پراخه او څو اړخيزه ارزول کېږي.

چارواکي اټکل کوي چې ايران به احتمالي بريدونو ته ځواب ووايي، چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د اوږدمهاله متقابلو بريدونو او پوځي نښتو لړۍ رامنځته کړي. شنونکي خبرداری ورکوي چې دا وضعيت کولی شي د تاوتريخوالي کچه لوړه او د شخړې موده اوږده کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button