کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د رويترز د راپور له مخې، د امریکا یو پلاوی چې د ولسمشر ځانګړي استازي ستيف ويتكوف او جاريد كوشنر پکې شامل دي، د سه شنبې په ورځ د ایران له استازو سره په ژنیو کې يو ځل بيا مذاکرات کوي.
راپورونه زیاتوي چې دا مذاکرات د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پرمخ وړلو او د شخړې د حل په موخه ترسره کېږي، او د رسمي جزیاتو په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
په عين حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په ایران کې د نظام بدلون ممکن “تر ټولو غوره” وي، او ټینګار يې کړی که ایران له امریکا سره سمه هوکړه وکړي، نو هیڅ برید به پرې ونه شي، خو زياتوي چې ایران تر اوسه یوازې خبرې کوي او عملي ګامونه يې نه دي اخیستي.


















