کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ لوړپوړي چارواکي “موسی ابو مرزوق” له منځګړو غوښتي چې پر صهیونیستي رژیم فشار زیات کړي څو په غزه کې له روانو بریدونو او جنایتونو لاس واخلي.
نوموړي ویلي، روان وضعیت د ملکي وګړو لپاره ناورین رامنځته کړی او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه او منځګړي هېوادونه ژر تر ژره د تاوتریخوالي د بندېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
موسی ابو مرزوق ټینګار کړی، چې د جګړې دوام د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی او د نړیوالې ټولنې مسؤلیت دی چې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره هڅې زیاتې کړي.
حماس همداراز ویلي چې د فلسطیني ولس پر وړاندې روان عملیات د نړیوالو اصولو خلاف دي او منځګړي باید د جګړې د درولو او د بشري مرستو رسولو لپاره جدي اقدام وکړي.


















