د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي، د رياست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ته د روژې مبارکي ليږلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، د افغانستان د ریاستالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي ته د روژې د مبارکۍ پیغام لېږلی دی.
د نوموړي په استول شوي پیغام کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت ښاغلي حنفي ته نیکې هیلې وړاندې شوې دي. ریچارډ لېنډسي هیله څرګنده کړې چې دا مبارکه میاشت دې له سولې، خوښۍ او برکتونو ډکه وي.
په پیغام کې راغلي: «نیکې هیلې او سلامونه، د روژې مبارکي! هیله لرم چې دا مبارکه میاشت درته له سولې، خوښۍ او برکتونو ډکه وي. الله تعالی دې ستاسې لمونځونه او دعاګانې قبولې کړي.»
ښاغلي لېنډسي د خپل پیغام په پای کې د درنښت څرګندونه کړې او د روژې د مبارکو ورځو د ښې تېرېدو هیله یې کړې ده.
دا پیغام په داسې حال کې لېږل کيږي، چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل په هکله د پرمختګ په حال کې دی.



