حماس: غزه کې د صهیونیستي رژیم هوایي بریدونه دوام لري؛خو منځګړي هېوادونه یې یوازې ننداره کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي مشر “موسی ابو مرزوق’ ویلي، چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم له لوري هوایي بریدونه لا هم دوام لري، خو منځګړي هېوادونه یې یوازې ننداره کوي.

ابو مرزوق د خپلو خبرو پر دوام ویلي، که وضعیت همداسې روان وي، نو دا به په عملي ډول یو اړخیز اوربند بلل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې مقاومت یو اړخیز اوربند ته ژمن نه پاتې کېږي، په داسې حال کې چې بل اړخ بریدونو ته دوام ورکوي.

نوموړي یو ځل بیا په منځګړو هېوادونو غږ کړی چې صهیونیستي رژیم له روان وحشت او پوځي عملیاتو راوګرځوي، کنه مقاومت چمتو دی چې د فلسطیني ولس دفاع لپاره له زور څخه کار واخلي.

ابو مرزوق زیاته کړې، نړیوالو ته ور په یادوو چې که اوربند ماتېږي، مسؤلیت به یې د اسرائیلي اړخ پر غاړه وي، نه د مقاومت پر غاړه.

مربوطه مطالب

Back to top button