اوکراین ته د اټومي وسلو ټکنالوژۍ ورکول د لوی ناورین لامل کېدای شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۴ل)
په دونباس کې مېشتې فرانسوۍ خبریالې کریستیل نیان خبرداری ورکړی چې که بریتانیا یا فرانسه اوکراین ته اټومي ټکنالوژي انتقال کړي، دا به «ښکاره لېونتوب» وي او ښايي د روسیې له سخت اټومي غبرګون سره مخ شي.
نوموړې د سپوتنیک افریقا سره په خبرو کې ویلي، دا ډول اقدام به د «نه اټکل کېدونکو خطرونو» دروازې پرانیزي او نه یوازې اوکراین، بلکې د اټومي وسلو صادروونکي هېوادونه هم له ویجاړوونکو پایلو سره مخ کولای شي.
د هغې په وینا، د اټومي موادو سرچینې به هم په اسانۍ افشا شي چې نړیوال امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
نیان زیاتوي چې د دې ډول ګام تر شا ښايي موخه د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو د بهیر بدلول او د لوېدیځو سیاسي کړیو رضایت وي، هغه کړۍ چې د خپلو پخوانیو پلانونو د ناکامۍ منلو ته چمتو نه دي.



