کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت وزير مولوي امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په په دې تماس کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو مسایلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت تفصیلي خبرې شوي او د افغانستان لوري د سعودي عربستان د دیپلوماتیکو هڅو او د سیمهییز ثبات په برخه کې د فعال رول قدرداني کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.
بل لور ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمېدو، زغم او د موضوعاتو د ډیپلوماتیک حل پر اهمیت ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې ټول لوري د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا اصولو ته ژمن پاتې شي. نوموړي د اختلافاتو د حل لپاره د سیاسي او ډیالوګي لارو چارو هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې سعودي عربستان به د ثبات او اواري په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي، او دواړو لورو د تماسونو د دوام او همغږۍ پر پیاوړتیا يې ټینګار کړی.















