دکتور لطف الله خيرخوا
شنبه (۲/ حوت/ ۱۴۰۴ ه ش) د روژې څلورمه ماسپښين مهال يې کشر ورور شراکت خان ته وويل چې هلکان درسره د هندواڼو پالېز ته راوله…هندواڼو ته خلتې اچوو..نزاکات خان وايي چې دې وخت کې يې اوبه ووهي، خرابېږي..زه، شراکت خان، زامن او ورېرونه مې ټول پالېز ته لاړو..تر مازيګر ناوخته مو کار وکړ، روژه ماتی نږدې شو، ورته مې وويل چې پاتې کار به زه سبا وکړم…د روژه ماتي نه لږ مخکې کور ته راغلو…
شراکت خان ته به خپلو او زما بچيو دادا ويل..زما بچي ما سره دومره روږدي نه وو لکه شراکت خان سره..پلار مې مريض و، مثانې ته يې پايپ او خلته پرته وه..زما بچي او ورېرونه به مې پلار سره په خونه کې ويده کېدل…
زما د هندواڼو ډېر ښه کاروبار دی…شراکت خان ته مې يوه پيک اپ اخيستې وه چې د هنداوڼو موسم کې خپل او د کلي مالونه بازار ته وړي. موسم نه وروسته به هم کلي کې په کار مصروف و..ډېره ښه ګټه يې کوله..
.. دغه ورځ روژه ماتی، د ماسخوتن لمونځ او تراويح وشوې..وروسته مو د کلي کور ملګرو سره يوه شېبه بنډار وکړ او چې شپه پخېدله، خوب ته پاڅېدو..
زه، مېرمن مې او وړوکی نور عالم يوه خونه کې وو، شراکت خان او مېرمن يې خپله خونه کې ول، نور ځوانان او پېغلې مې پلار سره وو..لمسيو يې د نوبتي خدمت لپاره ورسره خونه کې شپه کوله..پام به يې ورته غلطوه..
د شپې دولس بجې وې چې ناڅاپه درز شو..ګرد شو..بوی شو..بام نه راباندې خښتې او خاورې را ولوېدې..موږ داسې فکر وکړ چې زلزله وشوه..او ټول کلی به وران وي..مېرمن مې د خاورو لاندې وه، هغه مې را پورته کړه..بهر چې را ووتم، څلور خونې، دهلېز او برنډه پړمخې پراته دي..
زما له راوتو سره د کلي خلک را ورسېدل..ما خلکو ته وويل چې تاسو لاړ شئ، خپل خپل شهيدان د خاورو نه را وباسئ..کليوالو دا فکر کړی و چې حواس مې بايللي..خو زه روغ وم..تېروتی وم..ما فکر کاوه چې ټول کلی به پر بل مخ اوښتی وي..زلزله شوې…
وروسته وروسته مې پام شو چې دا ټول خلک دلته څنګه راروان دي؟؟ دوی خپل شهيدان نه را وباسي؟؟ زما کور خو په ټول کلي کې نسبتا ښه کور و..چې زما کور لوېدلی، نو د نورو خو به لوټې هم پاتې نه وي..يو کس نه مې پوښتنه وکړه چې دا څه شوي؟؟ هغه راته وويل چې بمبار وشو…
نزاکت خان له خپلو کليوالو عامو افغانانو او اسلامي امارته ډېر خوشحال و..ويل يې مازې مې ځايونه ور ښوول، ټول کار نورو مسلمانانو وکړ…
سهار راته درک ولګېد چې ۱۴ ماشومان، هلکان او نجونې شهيدان شوي..زما ورور(شراکت خان)، مېرمن ته يې او سپين ږيري ضعيف مريض پلار(شهاب الدين) ته مې هم الله تعالی شهادت نصيب کړی و..زما يو ځوان زوی په بمبار کې د شهيدانو منځ نه روغ رمټ هوا الوزولی و او د کور نه بهر يې غورځولی و..هغه اوس روغتون کې دی..
الله تعالی استقامت راکړ، په پېښه دومره خفه نه وم، لکه د مسلمانانو په ملاتړ او ډاډ چې څومره خوشحال شوم..هر کس راته شراکت الله وبرېښېد او هر سپين ږيری شهاب الدين..په دوهمه ورځ مې زخمي زوی سره په تلفون خبرې کولې، راته يې وويل چې دادا(شراکت الله) مې ولې نه راځي؟؟
دې وځورولم..چې زما د بچيو د زړه تکيه..زما ملاتړ..زما نر ورور..زه اوس پوه شوم چې هغه لمبو سېځلی..هغه د تکو تورو خاور لاندې دی..پوه شوم چې ملا مې ماته ده..بچي مې بې اسرې شول..زما بچي په ما نه را ټولېږي..په ما يې زړه نه ډاډه کېږي..ځان سره مې وويل چې زه دې تکې تورې خاورې وی..خو چې ستاسې دادا ژوندی وی…هاااای..همدې مکالمې مې سترګې اوښلنې کړې…
څلور شهيدان تری تم وو..ما سره سودا شوه چې دا پاکستانيانو وړي نه وي..زړه مې صبر نه کاوه..د کور خاورې..خښتې..لرګي او ګاډر مې په مجاهدينو بيا بيا بل مخ واړول چې ګوندې شهيدان پيدا کړم..زه وسوسې واخيستم..عيال به راته سترګو ته ودرېد..دا به اوس د پاکستان سپکو پوځيانو سره زندانيان وي…؟؟؟
د سوات، باجوړ، مومندو، وزيرستانونو او نورو سيمو شملهور پښتانه، سپين روبی، ښځې او ماشومان به مې سترګو ته نېغ ودرېدل..چې د پاکستان دې سپک او پرېوتي پوځ يې حرمتونه پايمال کړل..عزتونه يې ورته لوټ کړل..شملې يې ورته په خاورو ولړلې..او ژوند يې ورته په عذاب بدل کړ…بالاخره به يې شهيدان کړل…
همدا غږ به مې کاوه چې شهيدان پيدا کړئ..زړه مې نه کرارېد..چې يو کس بهر ډاګ نه د پېغلې لورکۍ کوڅۍ راوړه..په وينو لړلې..په خاورو ککړه..په اور سوې..د خوبونو نړۍ يې په ايره ايره تنه تعبير شوه…د بل شهيد لاس پيدا شو..د بل پښه…زړه مې صبر شو چې خدايه شکر شهيدان دي..خدايه شکر چې د پاکستان کرايه شوي پوځ سره زندانيان نه دي…
نزاکت خان او نور عالم ته ټول کلي اوږه ورکړه…خو فرهنګي ځوان رئيس خان غرني ورسره خپله خوښي سمه د خدای په توره وېشلې..موږ چې ورغلو غرنی د نزاکت خان دېره کې و..کالي يې خېرن شوي وو..ويل يې چې نور عالم سره کرکټ کوم..نور عالم دادا(شراکت خان) پسې ژاړي..نور عالم د تره بچيو پسې ژاړي..نور عالم نه کرارېږي..
د نزاکت خان کور نږدې درې جريبو کې جوړ وو…حجره يې ستره او انګړ يې د مالټو باغ ښکلی کړی..ډېر په غرېو يې وويل چې د پاکستاني الوتکو پيلوټان پنجابيان وو…ما ورغبرګه کړه چې څه پوه شوې..؟؟ ويل يې کور يې بمبار کړ کنه..هغوی په دې نه پوهېږي چې پښتانه مېلمانه حجره کې کېنوي که کور کې…؟؟
ما کره که مجاهدين وی..کور کې به مې د مريض پلار په خونه کې دېره وو…؟؟ زما پېغلې لوڼې او ورېرې به چېرته تللې…؟؟ ما او زما مېرمن سره به دېره وو…؟؟ شراکت او مېرمن سره به يې دېره وو…؟؟ خو پنجابيان دي..خپل او پردی نه پېژني…څه تاريخ او ثقافت يې نه شته…حجرې يې نه شته…مېلمه يې نه شته…د څېرمې کوربانه دي…
انګړ کې يې د ماشومانو د مکتب کتابونه، بکسې، کتابچې او قلمونه سېځلي او شيندلي پراته وو…د غرني په هڅو يې يوه هفته مخکې کتابونه، کتابچې او قلمونه وېشلي وو…ماشومانو ورته خوشحالۍ کولې…خو څه خبر ول چې د شپې سکوت به د پېشنمي د خوراک او څښاک په کړنګ او کړونګ نه؛ بلکې د يرغلګرو په بمونو او بارودو ماتېږي..د دوی شهيدې ارواوې به د جنت د شنو مارغانو ججورو ته ځي او تل به دې دنيا سره مخه ښه کوي…
ما سره سوال پيدا شو..چې جعفر طيار رضي الله عنه په غزا کې دواړه لاسونه شوټ کړل او بيا شهيد شو..هغه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د طيار(پيلوټ) لقب ورکړ..چې الله تعالی به په جنت کې د لاسونو بدل کې وزرې ورکړي او چېرته يې چې خوښه شي، هلته به ځي…
د نزاکت خان کورنۍ خو د غوښو او هډوکو سره شهيدان شول…غوښې، هډوکي، پلې او رګونه يې په خاورو کې ګډوډ سره لمبه شول..څه وايې چې د دوی د دې شيندلي او سېځلي شهادت بدل به په حنت کې څه وي….؟؟….هن…؟؟


















