کونړ: په ملکي سيمو د پاکستاني پوځي رژيم د مرمیو لګېدو پېښه کې ۹ ملکي وګړي شهیدان او ۴ ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د کونړ ولایت د اسعداباد ښار اړوند د ډونډونو په سیمه کې تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې پر ملکي کورونو د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د مرمیو د لګېدو له امله ۹ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینې وایي، مرمۍ د خلکو پر استوګنیزو کورونو لګېدلي او ټول قربانیان عام ملکي وګړي دي. د پېښې له امله د مرګ ژوبلې تر څنګ د استوګنیزو ودانیو او شخصي شتمنیو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه د پېښې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، خو سیمه‌ییز اوسېدونکي د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button