کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د هېواد ملي دفاع وزارت وايي، هوايي ځواکونو یو ځل بیا د پاکستان پوځي مرکزونه په میرانشاه او سپین وام کې بمبار کړي.
دفاع وزارت ويلي، دغه هوايي بریدونه تېره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې ترسره شول زياتوي چې په دغو بریدونو کې د میرانشاه پوځي قرارګاه او د سپین وام پوځي قرارګاه ویجاړې شوې او درانه تلفات یې واړول.
دغه بریالي بریدونه د پاکستان د پوځي رژیم د پرلهپسې هوايي تېریو په غبرګون کې ترسره شول.


















