کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)
وروسته له هغه چې ځینو صهیونیستي رسنیو د ایران د مذهبي مشر آیتالله علی خامنهای د شهادت ادعا خپره کړه، نوموړی په دولتي ټلوېزیون راڅرګند شو او د خپلې روغتیا ډاډ یې ورکړ.
خامنهاي په خپل خطاب کې وویل چې عمر یې له ۸۰ کلونو اوښتی او شهادت یې ستر ارمان دی؛ خو له الله تعالی غواړي تر هغو ژوندی پاتې شي څو د اسرائیلو زوال په خپلو سترګو وویني.
هغه ملت او امت ته د ثبات، یووالي او مقاومت سپارښتنه وکړه.
په ورته مهال د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواکونو خبرداری ورکړی چې د مشر پر وړاندې هر ډول اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي.
د یاد ځواک اړوند سرچینو ویلي، «که پر مذهبي مشر برید وشي، غچ به په مشر اخیستل کېږي» او دوی بشپړ چمتووالی لري.

















