کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه ښيي چې د میناب ښار کې د نجونو پر یوه ښوونځي د شوي برید د قربانیانو شمېر ۱۴۸ تنو ته رسېدلی او ۹۵ نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د جمهوري اسلامي ایران په جنوب کې رامنځته شوې ده.
ځايي سرچینو ویلي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او روغتونونو ته د هغوی د لېږد لړۍ لا هم روانه ده.
د ژغورنې او درملنې ډلې د ټپیانو د درملنې لپاره هڅې کوي.
تر اوسه رسمي چارواکو د پېښې د څرنګوالي، لاملونو او احتمالي عاملانو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو څېړنې روانې بلل شوې دي.


















