کراچۍ ښار کې لاریون کوونکو د امریکا قونسلګرۍ ته اور اچولی؛ ۶ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي چې د آیت‌الله علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته د کراچۍ ښار کې لاریون کوونکو د امریکا پر قونسلګرۍ برید کړی او ودانۍ ته یې اور اچولی دی.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې معترضین د قونسلګرۍ ودانۍ ته ننوتي او پراخ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

د ایدی بنسټ د معلوماتو له مخې، د برید او ورپسې ډزو کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

نا تایید شوي راپورونه وایي چې د لاریون کوونکو یو شمېر غړي هم د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

بلخوا راپورونه څرګندوي چې په بغداد کې هم لاریون کوونکو د امریکا پر سفارت یرغل کړی او یو شمېر کسان د امنیتي ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

ویل کېږي دا لاریونونه په ایران کې د امریکا او اسراییل د بریدونو او د ایران د مذهبي مشر د مړینې په غبرګون کې تنظیم شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button