حماس د آیت‌الله علي خامنه‌يي وژل غندلي او له ایران سره یې خواخوږي څرګنده کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)

حماس د ایران د مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي د شهادت په تړاو اعلامیه خپره کړې او له ایران سره یې خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړی دی.

حماس ویلي چې د ایران پر پلازمېنه تهران شوی برید د یوه خپلواک هېواد پر حاکمیت ښکاره تېری دی او دا پېښه یې د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره ګواښ بللې ده.

حماس په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ایران د مذهبي مشر ترڅنګ یو شمېر لوړپوړي سیاسي او پوځي مشران هم په دغه برید کې شهيدان شوي دي.

دې غورځنګ د خامنه‌يي د څو لسیزو ملاتړ ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې هغه د فلسطین له قضیې او مقاومت سره سیاسي، دیپلوماتیک او پوځي ملاتړ کړی و.

په اعلامیه کې د امریکا او اسراییلو پر ضد هم سختې نیوکې شوې او هغوی یې د برید مسؤل بللي دي.

حماس ټینګار کړی چې دغه ډول بریدونه به د سیمې کړکېچونه لا زیات کړي او د اسراییلو د حکومت، چې مشري یې بنیامین نتنیاهو کوي، سیاستونه به د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل شي.

حماس ویلي چې د ایران تر څنګ ولاړ دي او د دې هېواد د خلکو ملاتړ ته به دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button