سپاه پاسداران: د امریکا الوتکه‌لېږدونکې بېړۍ په څلورو بالستیک توغندیو وویشتل شوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)

د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د عامه اړیکو دفتر د «صادق وعده ۴» عملیاتو په اړه په خپلې اوومې اعلامیې کې ویلي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو د امریکا د سمندري ځواک یوه الوتکه‌لېږدونکې بېړۍ په څلورو بالستیک توغندیو په نښه کړې ده.

د اعلامیې له مخې، دا برید د هغو عملیاتو دوام دی چې د «امریکا ـ صهیونیستي» اهدافو پر ضد ترسره کېږي.

اعلامیه زیاتوي چې د دښمن پر پوځي جوړښت د ایران د وسله‌والو ځواکونو بریدونه نوې مرحلې ته داخل شوي او د دوی په وینا به هم په ځمکه او هم په سمندر کې د عملیاتو شدت نور هم زیات شي.

سپاه ټینګار کړی چې دا اقدامات د پوځي فشار د پراخولو او د مقابل لوري د توان کمزوري کولو په موخه روان دي.

سپاه همداراز ویلي چې د بریدونو د پایلو او نورو پرمختګونو په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي. تر دې دمه متحده ایالات رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، خو سیمه‌ییز تاوتریخوالی لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button