ایراني ځواکونو.د «فتاح» لرې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله د صهیونیستي ريژیم نیفاتم هوايي اډه په نښه کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې د ایران د «فتاح» په نوم لرې واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د اسراییلو په سوېل کې د “نیفاتم پوځي هوايي اډې په مینځ کې لګېدلی دی.
لومړني معلومات ښيي چې توغندی د یادې اډې اړوند یوې پوځي برخې ته نږدې لګېدلي، خو تر اوسه د مرګژوبلې او زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.
عیني شاهدان وایي چې د چاودنو له امله د سیمې اوسېدونکي ویریدلي او د ژغورنې بیړني ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د اسراییلو پوځ تر دې مهاله په رسمي ډول د پېښې بشپړ معلومات نه دي ورکړي، خو امنیتي تدابیر سخت شوي دي.



