پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ تل ابیب او ایلات کې سترې چاودنې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د تل ابیب او ایلات په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې د سترو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

راپورونه وایي چې په سیمه کې د خطر زنګونه فعال شوي او خلکو ته ویل شوي چې خوندي پناه‌ځایونو ته ولاړ شي.

تر اوسه یادو چاودنو کې د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

امنیتي او بیړني خدماتي ټیمونه سیمو ته استول شوي او وضعیت له نږدې څارل کېږي.

د ویلو ده، چې څو ګړۍ وړاندې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو پر اشغالي فلسطین د پراخو عملیاتو پیلولو ادعا کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button