سپاه پاسداران: د امریکا «ابراهام لنکن» الوتک‌وړونکې بېړۍ یې په نښه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې ځواکونو یې د امریکا د سمندري ځواکونو الوتک‌وړونکې بېړۍ USS Abraham Lincoln د څلورو کروز توغندیو په وسیله په نښه کړې ده.

د یاد ځواک په وینا، برید له ترسره کېدو وروسته یادې بېړۍ د خپلې دندې له سیمې څخه حرکت کړی او د هندي سمندر سوېل ختیځ لور ته تللې ده.

تر دې مهاله د زیانونو او مرګ‌ژوبلې په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي.

امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button