په تل ابیب د ایران بریدونه؛ هآرتس صهیونیستي ورځپاڼه- ۶۰۰ ودانۍ زیانمنې او سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

اسراییلي ورځپاڼې هآرتس راپور ورکړی، چې د ایران د وروستیو بریدونو له امله د تل ابیب ښار کې شاوخوا ۶۰۰ ودانۍ زیانمنې او سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپور له مخې، د یادو بریدونو له کبله سلګونه اوسېدونکي له خپلو کورونو ایستل شوي او بیړني ټیمونه د زیانونو د ارزونې او د سیمې د خوندي کولو چارې پر مخ وړي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه دي خپرې شوې؛خو ویل کېږي، چې درانه ځاني او مالي زیانونه له ځانه سره لري.

مربوطه مطالب

Back to top button