په بحرین کې د امریکا سمندري اډه د ایران ډرون برید کې په نښه شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

یو لوړپوړي بحریني چارواکي رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې ویلي چې په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه اډه د ایران د ډرون برید هدف ګرځېدلې ده، چې له امله یې ستره اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، یاد برید د هغې امریکایي اډې پر ضد ترسره شوی چې د برېتانیا سمندري تاسیساتو ته څېرمه موقعیت لري.

سرچینه زیاتوي چې په دې برید کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې ځکه د شخړې له پیل مخکې له سیمې خلک ایستل شوي وو.

نوموړي چارواکي ویلي چې تر دې دمه په بحرین کې د ایران د بریدونو له امله څلور کسان ټپیان شوي دي؛ په ټپیانو کې یو چینایي، دوه مصریان او یو بحریني شامل دي.

بل لور ته راپورونه وایي چې د خلیج هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د انلاین غونډې له لارې په دې بحث کوي چې ایا په متحده عرب اماراتو کې د ایران سفارت وتړي او که نه.

مربوطه مطالب

Back to top button