سپاه پاسداران: د «وعده صادق ۴» لسمه څپه پیل شوه؛ تل ابیب، حیفا او ختیځ بیت‌المقدس په نښه شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) اعلان کړی، چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو لسمه څپه یې پيل کړې او د «خیبر» توغندیو پر مټ یې د اشغالي فلسطین پر ګڼو سیمو پراخ بریدونه ترسره کړي دي.

د یاد ځواک په وینا، د لسمې څپې په مهمو اهدافو کې د تل ابیب کې د اسراییلو د حکومت مرکز، په حیفا کې پوځي او امنیتي مرکزونه، او همداراز ختیځ بیت‌المقدس شامل دي.

سپاه پاسداران ویلي چې مخکې یې هم د دښمن د اډو او سیمو د هدف ګرځولو د پلان د پراخولو خبرداری ورکړی و او ټینګار یې کړی چې په اسراییلو کې به د خطر زنګونه ونه درېږي.

دغه ځواک د اشغالي سیمو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې له پوځي، امنیتي او حکومتي مرکزونو لرې پاتې شي او ژر تر ژره له یادو سیمو ووځي.

مربوطه مطالب

Back to top button