کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د بریتانیا ډیلي مل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په قبرس کې د بریتانیا د هوايي ځواک پر یوې اډې د بېپیلوټه الوتکې برید شوی دی.
راپور کې راغلي چې ښایي دغه برید د ایران یا د هغه هېواد د نیابتي ډلو لهخوا ترسره شوی وي، خو تر اوسه په رسمي ډول د برید مسوولیت چا نه دی منلی او د احتمالي زیانونو په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.
بل لور ته د بریتانیا لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې پر ایران د امریکا په وروستیو بریدونو کې مستقیمه ونډه نه لرله، خو امریکا ته یې د خپلو اډو د کارولو اجازه ورکړې وه.

















