کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې، چې د «خیبر» په نامه د توغندیزو بریدونو د لسم پړاو پر مهال یې د اسراییلو مهم هدفونه په نښه کړي دي.
یادې سرچینې ویلي، چې په دغو بریدونو کې د بنیامین نتنیاهو د دفتر ودانۍ او همداراز د اسراییلو د هوايي ځواک د قومندان استوګنځی هدف ګرځول شوی دی.
تر دې مهاله د اسراییلو رسمي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو د احتمالي زیانونو په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د سیمې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د دواړو لورو ترمنځ پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده.


















