کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایران شاوخوا دوه نیم لکه د «خیبر شکن» په نامه بالستیک توغندي په خپل واک کې لري، چې د دوی په وینا کولای شي د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پرې پوځي عملیات مخته یوسي.
د راپورونو پر بنسټ، دغه توغندي د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي تر قوماندې لاندې د ایران د دفاعي ستراتیژۍ مهمه برخه بلل کېږي او په ځانګړي ډول د لرې واټن هدفونو د ویشتلو وړتیا لري.
ایراني چارواکي ادعا کوي، چې «خیبر شکن» توغندي د چټک غبرګون، لوړ دقت او قوي چاودېدونکي سرګولۍ ځانګړتیاوې لري، چې کولی شي مهم او حساسې پوځي اډې په نښه کړي.
ایراني رسنۍ زیاتوي، دا وسلې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په چوکاټ کې ساتل کېږي او هدف یې د هېواد د ملي امنیت خوندي کول او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د دفاعي توان پیاوړتیا ده.


















