یدیعوت احرونوت: تېرو دوو ورځو کې پر ایران د غورځول شوو بمونو شمېر ۲۰۰۰ ته ورسېد

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

یدیعوت احرونوت صهیونیستي ورځپاڼې د یوه امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو او امریکا هوايي ځواکونو له لوري پر ایران په تېرو دوو ورځو کې ۲۰۰۰ بمونه غورځول شوي دي.

یادې امنیتي سرچینې ویلي، چې په وروستیو عملیاتو کې د اسراییلو او متحده ایالات هوايي ځواکونو پراخ بمبار ترسره کړی، چې له پخوا بې‌ساری بلل کېږي.

تر اوسه د ایران رسمي چارواکو د دغې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی او خپلواکو سرچینو هم دا معلومات نه دي تأیید کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button