سپاه پاسداران: تر اوسه مو نږدې ۳۰۰۰ توغندي توغولي، راتلونکو ورځو کې به د درېیم او څلورم نسل توغندي وکاروو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویلي، چې تر اوسه یې د لومړي او دویم نسل نږدې ۳۰۰۰ توغندي په امریکایي او اسرائیلي اهدافو توغولي دي.

د یادې ادارې په څرګندونو کې راغلي، چې په راتلونکو ورځو کې به په یقیني توګه د درېیم او څلورم نسل پرمختللي توغندي هم وکارول شي.

سپاه پاسداران د دغو څرګندونو نور جزئیات نه دي خپاره کړي، خو ټینګار یې کړی چې پوځي عملیات به د دوی د اعلان شوو اهدافو تر ترلاسه کېدو پورې دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button