کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د برتانیې د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي ریچرډ لینډزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي چې پکې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ریاست مرستیال ایډمونډ هډلي او سیاسي سلاکار فیض محمد وفامل هم ګډون درلود.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د سیمې پر سیاسي وضعیت، بشري مرستو او د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی او د برتانیې ځانګړي استازي ويلي چې جګړه د ستونزو حل نه دی او منځګړیتوب او مذاکرات باید لومړیتوب ولري په وينا يې:«موږ حالات څارو او له دواړو خواوو سره په اړیکه کې یوو، جنګ د حل لاره نده، نو ښه به وي چې منځګړي هیوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي».
بل لور ته، د ریاست الوزراء دفتر عمومي رئیس ويلي چې افغانستان تل د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو له پاکستان سره وروستي مذاکرات د هغوی د غوښتنو له امله بې پایلې پاتې شوي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغان کډوالو سره د چلند، اجباري اخراج او امنیتي پېښو له امله اندېښنې شته، او اسلامي امارت به د خپلو خلکو د ساتنې حق خوندي وساتي، خو بیا هم د خبرو او منځګړیتوب له لارې د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.


















