د وعد صادق ۴ عملیاتو ۱۲ مه څپه؛ ایران تل أبیب کې ګڼ اهداف په نښه کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، ایران د “وعد صادق ۴” په نامه د روانو پوځي عملیاتو ۱۲مه څپه پيل کړې، چې پکې پالستیک، هایپرسونیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې په کارول کېږي.

ایراني پوځ ته نږدې سرچینې وایي، په دې پړاو کې د توغندیزو بریدونو ترڅنګ پرمختللي بې پیلوټه الوتکې هم د هدفونو د څار او ویشتلو لپاره کارول کېږي.

راپورونه زیاتوي، چې ایران دا ځل له نوو وسایلو او ټیکنالوژۍ ګټه اخلي، څو د عملیاتو دقت او اغېزمنتیا لوړه کړي.

که څه هم د دغو نویو تجهیزاتو په اړه کره جزیات نه دي خپاره شوي، خو پوځي شنونکي باور لري، چې د توغندیو او ډرونونو ګډ استعمال کولی شي د اسرائیلو د هوايي دفاع سیستمونه بوخت کړي او د هدفونو د دقیقې نښه کولو وړتیا زیاته کړي.

په ورته مهال د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې ګڼ ایراني توغندي تل ابیب ته پر لاره دي او ځینې یې په اهداف لګېدلي چې پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button