کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د یمن وسله والو ځواکونو د ایران بریدونو سره هممهاله اشغالي فلسطین کې پر صهیونیستي اهدافو پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړي دي.
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع”ادعا کړې، چې ګڼ بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې یې د اسراییل پر لوري توغولي دي.
په ورته مهال، د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هم د اشغالي فلسطین په حیفا بندري ښار د توغندیزو بریدونو لړۍ پیل کړې ده.
د راپورونو له مخې د یمني او لبناني ځواکونو دا اقدامات ښيي چې د صهیونیستي ریژیم پر وړاندې د ایران او ملاتړو ځواکونو پوځي همغږي لا پسې پراخې شوې ده.


















