کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د ملي امنیت عالي شورا مشر “علي لاریجاني” ویلي، چې تهران اوس مهال د اوږدې جګړې لپاره چمتووالی نیولی او دښمن به د ایران پر وړاندې د خپلې ناسمې محاسبې له امله پښېمان شي.
نوموړي په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې ایران د اوږدې جګړې لپاره ځان بشپړ چمتو کړی او د دغه هېواد «زړور ځواکونه» کولای شي د خپل شاوخوا ۶۰۰۰ کلن تمدن دفاع وکړي.
تر دې مخکې یو شمېر نورو ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی و، چې د سولې هېڅ ډول وړاندیز نه مني او د امریکا له لوري پیل شوې جګړه به د ایران له لوري بشپړه پای ته ورسېږي.
د راپورونو پر بنسټ، دا څرګندونې د سیمې د وروستیو پوځي کړکېچونو په ترڅ کې د ایران د سخت دریځ څرګندونه ده، چې د راتلونکو پوځي اقداماتو او د دفاعي اقداماتو خبرداری ورکوي.


















