کندهار په معروف کې د زریدار لویه پوسته او لس نورې پوستې افغان ځواکونو نيولي او پوځي رژيم عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)

امنيتي سرچينې وايي، چې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اړوند په فرضي کرښه نښتې لا هم دوام لري زياتوي چې افغان ځواکونو په تازه پرمختګ کې د زریدار لویه پوسته نیولې او د مقابل لوري یو زریدار ټانګ یې په بشپړ ډول تخریب کړی دی.

سرچینې وایي، چې په یادو عملیاتو کې تر دې دمه د پاکستان پوځي رژيم لس پوستې د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې دي. همداراز ویل شوي چې د مقابل لوري دوه مړي هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، په سیمه کې جګړه روانه ده او ویل کېږي چې مقابل لوري خپل مورال له لاسه ورکړی او په پرله‌پسې توګه ځینې سیمې پرېږدي. تر اوسه د مقابل لوري له خوا په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button