ایراني الوتکو ریاض کې د امریکا سفارت ودانۍ په نښه کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې ایراني جنګي الوتکو د سعودي عربستان پلازمېنه “ریاض” کې د امریکا سفارت په نښه کړی، چې تر برید وروسته یې اور اخیستی ده.

د راپورونو له مخې، د یوې لویې چاودنې وروسته په یاد سفارت کې اور لګېدلی او سیمه امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

تر اوسه د متحده ایالات او سعودي عربستان رسمي سرچینو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button