کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د رمضان ۱۴مه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ کمیساري او اړوند ادارې پر خپلو عادي فعالیتونو بوختې وې او له دې لارې د سوداګریزو توکو لېږد په نورمال ډول روان دی.
د نوموړي په وینا، له سوداګریزو توکو ډک یو رېل ګاډی د هرات ولایت روزنک تم ځای ته تازه رسېدلی، چې ۴۲ واګونه سیمنټ او دوه واګونه MDF تختې په کې بار دي، او تمه ده د شپې په جریان کې د غذایي او سون توکو یو بل بار رېل ګاډی هم راورسېږي.
مجاهد زیاته کړې، د ایران د اوسپنې پټلۍ د مسؤلینو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۹۰۰ واګونه توکي د ایران له خاورې افغانستان ته پر لاره دي او په عادي ډول به وارد شي، او له ملي سوداګرو یې غوښتي چې بې له موجه دلیل څخه د توکو بیې لوړې نه کړي.
















