ایراني ځواکونو د وعد صادق ۴ عملیاتو ۱۶ مه څپه کې د پلازمینې تل ابیب په ګډون د اشغالي فلسطین ګڼې سیمې هدف وګرځولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
ایراني ځواکونو اعلان کړی، چې د «وعد صادق ۴» عملیاتو په لړ کې یې شپاړسمه څپه پیل کړې او د پلازمینې تل ابیب په ګډون یې اشغالي فلسطین کې یو شمېر هدفونه په نښه کړي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې څپه کې د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره شوي دي.
سپاه پاسداران ته نږدې سرچینې وایي،چې ځینې مهم امنیتي او نظامي مرکزونه هدف ګرځول شوي؛خو د دقیقو تلفاتو او اوښتو زیانونو په اړه لا بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.
په ورته وخت کې صهیونیستي رسنیو هم په تل ابیب او ځینو نورو ښارونو کې د درنو چاودنو او د خطر زنګونو د غږېدو خبر ورکړی دی.
ویل کېږي چې د ژغورنې او بیړنیو خدماتو ټیمونه سیمو ته رسېدلي او د وضعیت ارزونه روانه ده.
ایراني لوري ټینګار کړی، چې دا بریدونه پر ایران د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.



