ایراني رسنۍ: پر اسراییلو د «بني‌براک» په نوم توغندي توغول شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)

ایراني رسنیو راپور ورکړی ،چې دغه هېواد پر اسراییلو د «بني‌براک» په نوم توغندي ویشتلي او ادعا کېږي چې په پایله کې یې ګڼ مالي-ځاني زیانونه اوښتي دي.

د راپورونو له مخې، یاد توغندي د وروستیو پوځي تحولاتو په لړ کې توغول شوي، خو د هدفونو د کره موقعیت او د اوښتو زیانونو د کچې په اړه لا هم بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

همداراز، د دغه برید له امله د احتمالي تلفاتو په اړه جزییات نه دي په ډاګه شوي او تر اوسه خپلواکو سرچینو د یادو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button