کابل ټکی کام (جهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د صهیونيستې رژیم ورځپاڼې هآرتس راپور ورکړی چې د اسرائیلو امنیتي ادارې په دې باور دي، چې په تل ابیب کې د وروستیو توغندیز بریدونو پر مهال ګڼ (ټوټه کېدونکی) توغندي کارول شوی دي.
د راپور له مخې، د بریدونو له امله د تل ابیب په یوه استوګنیزه سیمه کې د استوګنې ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي.
په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د څو پوړیزې ودانۍ یوه برخه نړېدلې او شاوخوا سیمه کې د چاودنو نښې نښانې موجودې دي.
د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د احتمالي زیانونو د ارزونې چارې روانې دي.
امنیتي سرچینو ویلي، که چیرې د انشطاري توغنديو کارول تایید شي، نو دا به د بریدونو په تکتیک کې نوی بدلون وښيي؛ ځکه دا ډول توغندي د چاودنې پر مهال په ګڼو ټوټو وېشل کېږي او پراخ زیانونه اړوي.

















