نیویارک ټایمز: مجتبی خامنهای د ایران د نوي مشر په توګه ټاکل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د خبرګانو شورا غړي آیتالله سید محسن طاهري ویلي، چې د اسلامي انقلاب درېیم مشر به یو مدبر، زړور او پیاوړی مدیر وي.
نوموړي دا څرګندونې د مهر خبري اژانس سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی چې د ایران د خبرګانو شورا غړي به د ځانګړو شرایطو سره سره خپله قانوني دنده ترسره کړي.
بلخوا نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د خبرګانو شورا غړو په ځانګړې ناسته کې د مجتبی خامنهای نوم د نوي مشر په توګه منظور کړی دی.
د راپور له مخې، دغه ناسته په دوو پړاوونو کې او د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په انلاین ډول ترسره شوې او ټاکل شوې چې ډېر ژر به نوموړی د خپل پلار د ځای ناستي په توګه رسمي اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران مخکنی مشر علي خامنهای څلور ورځې وړاندې د امریکا او اسرائیل په ګډو بریدونو کې وژل شوی و.



