د ایران هوايي حریم تر تړل کېدو وروسته د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر زیات شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله اصفي ویلي، چې د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.
نوموړي که څه هم د زیاتوالي دقیقه کچه او له دې درکه ترلاسه کېدونکې مالي ګټه نه ده په ډاګه کړې، خو ټینګار یې کړی چې دا بدلون د سیمې له وروستیو تحولاتو سره تړاو لري.
د اصفي په وینا، د ایران د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته ګڼو نړیوالو الوتنو د بدیلې لارې په توګه د افغانستان فضا کارولې ده. هغه زیاته کړې چې دا چاره کولی شي د هېواد لپاره د عوایدو د زیاتوالي زمینه هم برابره کړي.
بلخوا د الوتنو د څار نړیوالې وېبپاڼې FlightRadar24 راپور ورکړی، چې پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته ډېری الوتکې د ایران له فضايي حریمه تېرېدل بند کړي او د افغانستان پر فضا د الوتنو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.



