سپاه پاسداران: د امریکا “مکر” به د سیمې د پوځي او اقتصادي زېربناوو د ړنګېدو په بیه تمام شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د عامه اړېکو څانګې په تازه څرګندونو کې امریکا تورنه کړې، چې په سیمه کې د “مکر او فریب” سیاست ته دوام ورکوي او خبرداری یې ورکړی چې دغه بهیر به د سیمې د پوځي او اقتصادي زېربناوو د بشپړ زیان په بیه پای ته ورسېږي.
په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې، چې امریکايي سرتېري په قطر او بحرین کې له خپلو پوځي اډو څخه د وتلو په حال کې دي او دا صحنه به “هېڅکله هیره نه شي.” سپاه همداراز ویلي، چې د نړۍ “تر ټولو لوی او لګښتمن پوځ” له سیمې د وتلو په حال کې دی او د امریکا متحدین هڅه کوي د هوايي دفاعي سیستمونو د ترلاسه کولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.
سپاه په خپلو څرګندونو کې دا ادعا هم کړې، چې امریکايي ځواکونه د خلیج په ځینو هېوادونو کې له ملکي تاسیساتو څخه د پوځي پوښ په توګه کار اخلي؛خو وایي چې دا اقدامات د دوی له څار او استخباراتي معلوماتو پټ نه دي.



