ایران: بالستیک توغندي یې د ځمکې لاندې خوندي تأسیساتو څخه توغول کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)

ایران ادعا کړې چې خپل بالستیک توغندي د ځمکې لاندې له هغو پوځي تاسیساتو څخه توغوي چې د «توغندیو ښارونو» په نوم یادېږي.

د ایراني چارواکو په وینا، دا توغندي له ځانګړو سطحي لانچ‌پېډونو پرته مستقیماً د ځمکې له ژورو تونلونو او خوندي زیرمو څخه توغول کېږي.

د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو ویلي، چې دغه پټ تاسیسات د توغندیو د چټک فعالولو او توغولو لپاره جوړ شوي او کولی شي په لنډ وخت کې ګڼ شمېر توغندي د خپلو هدفونو پر لور وتوغوي.

دوی زیاتوي چې د دغو «توغندیو ښارونو» موقعیتونه د ځمکې په ژورو تونلونو کې ساتل کېږي، له همدې امله د دښمن د څار او استخباراتي وسایلو لپاره د هغوی مخکې کشف کول ناممکن ګڼل کېږي.

پوځي شنونکي وایي، که دغه ادعاوې سمې وي، نو دا ډول پټ تاسیسات کولی شي د ایران د توغندیز ځواک د بقا او اغېزمنتیا کچه لوړه کړي، ځکه چې د جګړې پر مهال به د توغندیو د له منځه وړلو هڅې خورا ستونزمنې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button