کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)
یوه ایراني امنیتي سرچینې ویلي، چې د عراق له پولې سره د ايله په ګډه پوله په بشپړ ډول خوندي ده او هغه راپورونه یې رد کړل چې ګواکې زرګونه کردي وسلهوال د عراق له خاورې ایران ته اوښتي دي.
د امریکايي رسنیو، په ځانګړي ډول Fox News، راپور ورکړی و چې د کردي وسلهوالو ډلو غړي د عراق له لارې د ایران خاورې ته داخل شوي دي. خو ایراني امنیتي سرچینې تسنيم نيوز ته ویلي، دا ادعاوې د “رواني جګړې” برخه ده چې د امریکا او اسرائیلو له لوري د خپلو میداني ناکامیو د پټولو لپاره خپرېږي.
سرچینې زیاته کړې چې ایراني پوځي او امنیتي ځواکونه د پولې په اوږدو کې په بشپړ ډول ځای پر ځای شوي او د هېواد د دفاع چارې پر مخ وړي. نوموړي د ایلام اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې خبرونه له باوري رسنیو تعقیب کړي او هغو اوازو ته پام و نه کړي چې د ده په خبره “د دښمن له لوري خپرېږي”.


















