د سعودي بهرنیو چارو وزیر: داسې ښکاري چې عربي هېوادونه د امریکا پوځي حضور هم تمویلوي او هم یې امنیتي بار پر غاړه لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پخوا داسې انګېرل کېده چې د متحده ایالاتو پوځي اډې په عربي او اسلامي هېوادونو کې د دې لپاره جوړې شوې، چې دغه هېوادونه خوندي وساتي؛ خو اوس داسې ښکاري چې برعکس حالت رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا، اوس داسې تصور کېږي چې کوربه هېوادونه نه یوازې د امریکا د پوځي حضور لګښتونه پر غاړه اخلي، بلکې د دغو اډو امنیتي بار هم دوی ته ورپاتې دی.
ځینې سیاسي شنونکي باور لري چې امریکا په یو شمېر عربي هېوادونو کې پوځي اډې لري او د دغو اډو د ساتنې او د پوځ د لګښت یوه برخه کوربه هېوادونه ورکوي.
د دوی په اند، دا چاره د دې لپاره ده چې سیمه تر نفوذ لاندې وساتل شي او د امنیت تر نامه لاندې له دغو هېوادونو مالي لګښتونه ترلاسه شي.
بل لور ته ځینې شنونکي وایي چې دغه پوځي اډې د سیمهییز امنیت د ټینګښت، د سمندري لارو د ساتنې او د متحدینو د دفاع لپاره جوړې شوې دي.
یو شمېر منتقدین بیا ټینګار کوي، چې د منځني ختیځ د تېلو ستراتیژیک ارزښت ډېر لوړ دی او همدا لامل دی چې امریکا هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ وساتي.
د دوی په وینا، د د عراق جګړې هم تر یوه بریده د انرژۍ او سیاسي نفوذ له مسئلو سره تړاو درلود.
شنونکي زیاتوي چې جګړې عموماً څو لاملونه لري؛ لکه امنیتي اندېښنې، سیاسي سیالۍ، سیمهییز رقابتونه او نور ورته عوامل.
د دوی په باور که اسلامي هېوادونه متحد وای، ښايي د بهرني نفوذ پر وړاندې به یې دریځ پیاوړی وای.



