ایراني پوځ: ۱۴ امریکایي اډې مو په نښه کړې جګړه کې مو لا خپلې ټولې وړتیاوې نه دي کارولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند وایي: موږ به هر هغه ځای په نښه کړو چېرته چې امریکایي او «اسرائیلي» ځواکونه حضور ولري او هر وخت چې وغواړو خپل هدف ته به ورسېږو.

نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه مو ۱۴ امریکایي پوځي اډې په نښه کړې دي چې ډېری یې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او لږ تر لږه د پنځو کلونو څخه مخکې د بیا رغونې وړ نه وي.

هغه ټینګار کړی، چې ایران لا هم په دې جګړه کې خپلې ټولې پوځي وړتیاوې نه دي کارولي، ځکه د جګړې د دوام لپاره بشپړ پلانونه او چمتووالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button