د اسرائیلو پخوانی استخباراتي مشر: اوسنۍ جګړه یوازې څو کلونه ارامي راولي، د ایران توغندیزې او اټومي وړتیاوې له منځه وړل ستونزمن دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)

د اسرائیلو د پوځي استخباراتو پخواني مشر عاموس یادلین ویلي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه به که څه هم ځینې پوځي زیانونه واړوي، خو یوازې به د درېیو تر څلورو کلونو پورې نسبي ارامي راولي.
هغه د امریکا له «CBS نیوز» شبکې سره په مرکه کې ويلي چې د اسرائیلو په حکومت او پوځ کې هېڅ عاقل کس دا باور نه لري چې اوس مهال په ایران کې د نظام بدلون عملي کېدای شي.
د هغه په وینا، د ایران پر وړاندې پوځي عملیات ښايي د دغه هېواد د توغندیزو او اټومي وړتیاوو یوه برخه زیانمنه کړي، خو بشپړ له منځه وړل یې خورا ستونزمن کار دی.
نوموړي زیاته کړې چې حتی که د ایران ۹۹ سلنه توغندیز او اټومي توان هم له منځه یوړل شي، بیا هم دا یوازې د څو کلونو لپاره ارامي راوستلای شي.
هغه یادونه وکړه چې اسرائیلي پوځي پلان جوړونکي ښايي د ایران پر وړاندې هم د «واښو رېبل» په نوم ورته تګلاره وکاروي، لکه څنګه چې پخوا د غزې پر وړاندې کارول شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button