ولسمشر پزشکيان: د منځګړیتوب لپاره موږ ته مه راځئ، اصلي مخاطبان باید هغه وي چې جګړه یې پیل کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکيان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې د منځګړیتوب غوښتنې باید له ایران څخه نه، بلکې له هغو لورو څخه وشي چې جګړه او تاوتریخوالی یې پیل کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی: «د منځګړیتوب لپاره زموږ لوري ته مه راځئ! د منځګړیتوب مخاطبان باید هغه کسان وي چې اور یې بل کړی دی.»
ولسمشر پزشکیان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سیمې د وروستیو کړکېچونو او پوځي نښتو له امله د نړیوالو له لوري د جګړې د درولو او د منځګړیتوب هڅې زیاتې شوې دي.



