سپاه پاسداران: عربي هېوادونو خپلې ژمنې پوره نه کړې، له خاورې یې پر ایران بریدونه کېږي اړ یو غبرګون وښیو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو ویاند ویلي، چې یو شمېر عربي هېوادونو هغه ژمنې نه دي پوره کړې، چې د ایران پر وړاندې به خپله خاوره د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

سپاه پاسداران په یوه بیان کې ویلي، له دغو هېوادونو څخه د ایران پر ضد بریدونه ترسره شوي، چې له امله یې دوی اړ شوي څو غبرګون وښيي او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره اقدام وکړي.

په بیان کې ټینګار شوی، چې که دا وضعیت دوام پیدا کړي، نو ایراني ځواکونه به د هغو ټولو ځایونو پر ضد هم اقدامات وکړي چې د ایران پر وړاندې د بریدونو لپاره کارول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button