کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې تېره شپه د ایران د توغندیزو بریدونو پر مهال د تل ابیب په مرکزي سیمه کې یو پټنځای په نښه شوی او ویجاړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کېږي چې توغندي د اسراییلو د بیړنیو پناه ځایونو له ډلې پر یو مهم پټنځای لګېدلی، چې له امله یې د ژغورنې ډلې د سیمې د پاکولو او ټپیانو د لېږدولو عملیات ترسره کوي.
تر اوسه د پېښې د دقیقو تلفاتو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، خو د برید له امله په سیمه کې د زیان کچه لوړه بلل شوې ده.


















