د پنتاګون پخوانی سلاکار: د ایران پر ضد جګړه ښايي په اوږدمهاله سیمه‌ییزه جګړه بدله شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د پنتاګون پخواني سلاکار “ډاګلاس مک‌ګرېګور” ویلي، چې د ایران پر ضد د امریکا- اسراییلو روانه جګړه ښايي د یوې اوږدمهالې سیمه‌ییزې جګړې په بڼه بدله شي.

د سریع خبري اژانس د راپور له مخې، مک‌ګرېګور ویلي چې اوسنی بیړنی وضعیت به پر هند، د اسیا پر شمال ختیځ، ترکیه او اروپا هم اغېز وکړي.

د هغه په وینا، اوس ټوله نړۍ د دې جګړې پر وضعیت تمرکز لري او نړیوال اقتصاد هم تر فشار لاندې دی.

هغه زیاته کړې، چې د ډالر ځواک د پخوا په څېر نه دی پاتې او له اقتصادي پلوه دا وضعیت یو لوی ناورین ته ورته دی.

د مک‌ګرېګور په خبره، د ایران پر ضد جګړه د مالي اړخه د امریکا لپاره ستره ستونزه ده او د دې کړکېچ بشپړ ابعاد به د وخت په تېرېدو سره نور هم څرګند شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د فارس خلیج هېوادونه ښايي د امریکايي حضور پر ضد اقدام وکړي، چې په پایله کې به امریکا اړ شي له سیمې ووځي.

د هغه په باور، هر څومره چې جګړه اوږدېږي، ایران به پیاوړی او امریکا-سراییل به کمزوري ښکاره شي.

مک‌ګرېګور د عراق د وضعیت په اړه هم ویلي چې هلته شیعه ډلې د پاڅون په حال کې دي او د عراق حکومت هم غواړي چې امریکا له دغه هېواده ووځي.

د هغه په وینا، کېدای شي امریکا په پای کې اړ شي چې له سیمه کې خپل حضور پای ته ورسوي.

هغه خبرداری ورکړی، چې اوسنی وضعیت د امریکا لپاره راتلونکې کې یو لوی ناورین ته د اوښتو احتمال لري.

مربوطه مطالب

Back to top button