کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)
د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د څښاک اوبو د شپږو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې چې د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکو په وينا، دا پروژې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ عملي کېږي.
د یاد ریاست رییس عصمت الله کرامت ویلي چې د اوبو دا شبکې د نرخ ولسوالۍ په پيرداد او بازي خېلو، د سیدآباد ولسوالۍ په لاچ خېل او امیرقلا، د چک ولسوالۍ په چهارمرده او د دایمیرداد ولسوالۍ په سیاه چغر کلیو کې جوړېږي چې د دغو پروژو ټولیز لګښت شاوخوا ۳۷.۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
مسؤلین زیاتوي چې د يادو پروژو د پلي کېدو پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي، او د بشپړېدو وروسته به ۱۴۵۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.


















